مزارشريف باختردوري دمياشتې ٢٦نيټه :
په بلخ ولايت کې پرون د شپږو ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د ( توانا بود هرکه دانا بود ) په نامه دکتاب لوستلو سيالۍ پيل شوې.
د کتاب لوستلو د دغو سياليو مسوولې سميرا محمدي باخترآژانس ته وويل؛ له شپږو ښوونځيو څخه څه د پاسه دوه سوه تنو زده کوونکو په مزارشريف ښارکې د ( دتوانا بود هرکه دانا بود ) په نامه دکتاب لوستلو په سياليو کې ګډون کړى دى .
دې زياته کړه ؛ دغه سيالۍ دکتاب لوستلو دفرهنګ د پرمختګ ،د زده کوونکو د تشويق او د زده کوونکو د علمي ظرفيتونو د لوړلو او د ښه استعدادونو د پېژندلو په موخه پيل شوي دي.
په همدې حال کې يوشمېر استادانو او زده کوونکو وويل چې، ورته پروګرامونه د زده کوونکو دعلمي پرمختګ او تشويق سبب کېږي. پاى ځدران ذ