ټولنه

دشپږ ديرشو نويو فابريکو د جوړولو لپاره ځمکه وويشل شوه

کابل  باختر  دمرغومي  دمياشتې ٩ :
د څه دپاسه يوولسو مليونو  ډالرو په  لګښت  دهېواد   په پنځو ولايتونو کې شپږ ديرش توليدي فابريکې جوړيږي.
دغه  فابريکې دهېواد د سوداګرو له  خوا د غزني، بلخ ، قندهار ، ننګرهار  او دهرات په ولايتونو کې  جوړيږي .
دپانګونې دهڅونې د  ادارې  ( ايسا)  د  ادارې لوى رئيس محمدقربان حقجو پرون په  يوه خبري غونډه کې ددغه ټکي په بيانولوسره  وويل : سره له دې چې  دځمکې نشتوالى  په  هېواد کې دتوليدي فابريکو  په  جوړولو کې  دپانګې اچوونکو  دلارې پرسر   يو ستر خنډ دى خو دايسا   ادارې وکولاى شول  چې دهېواد په پنځو ولايتونو کې  دپانګونې  دعالي ادارې له  لارې   د شپږديرشو توليدي فابريکو دجوړولو لپاره داړتيا  وړ ځمکه برابره کړي او ددغې ځمکې سندونه  سوداګرو  ته ورکړى شول.
حقجو زياته کړه:  په غزني ولايت کې ديوويشتو فابريکو دجوړولو لپاره څه دپاسه شل جريبه  ځمکه ، په بلخ ولايت کې داوو فابريکو د جوړولو لپاره  نوولس جريبه ځمکه ، په قندهارولايت کې دپنځو فابريکو دجوړولو لپاره  اووه جريبه ځمکه  ، په ننګرهار ولايت کې ددوو فابريکو دجوړولو لپاره څلور جريبه ځمکه  اوپه هرات کې ديوې فابريکې د جوړولو لپاره پنځه جريبه ځمکه ،دتوليدي برخې د پانګې اچوونکو په واک ورکړى شوي دي.
دپانګونې دهڅونې او ملاتړ دادارې لوى  رئيس زياته کړه:  نا امني اودبريښنا اوځمکې نشتوالى  دنويو فابريکو  د جوړولو په خاطر  دهېواد دپانګې  اچوونکو په وړاندې ستر خنډونه دي  او  دتوليد دبرخې يوشمير پانګې اچوونکي  دخپلو فابريکو  توليدي ماشين آلات له بهر څخه واردوي.
حقجو وويل  :  همدا اوس دهېواد په  کچه لس صنعتي پارکونه شته  چې په دغو پارکونو کې   څه دپاسه  يوزرو  نهه څلويښت  توليدي فابريکې شته چې ٥٧٢ فابريکې فعالې  او ٤٧٧ نورې فابريکې  غير فعالې دي.
ده وويل  چې همدا اوس  دپنځه سوه شپږ اتيا نورو فابريکو دجوړولو کار دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته