کابل باختر د وږي ديارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د پنجشنبه پر ورځ د قطر دبهرنیو چاروله وزیر خالد العطیه سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
دملي امنيت دسلاکار دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او په افغانستان کې د سولې او امنیت پر ټینګښت خبرې وشوې.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر و ویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د خپل بهرنی سیاست لومړیتوبونه په پنځو حلقو کې تنظیم کړي دي او د اسلامي نړۍ هېوادونه د افغانستان د بهرني سیاست د پاملرنې په محور کې ځای لري.
د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره، د قطر هېواد د صادقانه هلو ځلو قدرداني وکړه او له هغه هېواده یې وغوښتل، چې د سولې د ټینګښت ترڅنګ، د بیارغونې او انکشاف په برخو کې هم له افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر خالد العطیه و ویل، چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کوي او د سیمې له نورو هېوادونو هم غواړي، چې په افغانستان د سولې د ټينګښت لپاره صادقانه کوښښ وکړي.
هغه د خپل هېواد په استازیتوب د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، چې قطر له افغانستان سره د دوستۍ او ورورۍ پر اصل ولاړه بهرنۍ تګلاره لري.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر و ویل، چې هېواد یې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره، په بيلابيلو سکتورونو کې پانګونې ته لېوال دی.