ټولنه

د مشرانو جرگې د رئیس فضل هادي مسلمیار د خواخوږۍ پیغام

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١١

د مشرانو جرگې د رئیس فضل هادي مسلمیار د خواخوږۍ پیغام

په ژورې خواشنیۍ سره مو خبر تر لاسه کړچې وتلی سیاستوال، سترمبارز او آرمانجن مشر افضل خان لالا د 89 کلنی په عمرله دې فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړې.

انالله وانا الیه راجعون

مشرانوجرګه د لوی الله (ج) له بې نیازه دربارڅخه د پښتون قام دغه ستر مبارز ته د فردوس جنت هیله کوي او د ارواښاد کورنۍ، ملگرو، د هغه د لارې ملاتړو، افغان ستر ملت او لر او بر پښتون قام ته د دې ستر هستۍ د مړینې له امله د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.

دروند مشر افضل خان لالا د پښتونخوا قومي لارښود او د عدم تشدد د لارې ستر مبارز وو؛ ټول ژوند یی د یوه معتدل، مهربانه او دوراندیشه سیاستوال په توګه د پښتون قام د حقونو د اعادې په لاره کې قربانی کړی دی او د خپل عمر په دې پړاو کې یې هم، تل په افغانستان کې د سولې د بهیر کلک ملاتړ کاوه چې افغان مؤمن ولس به د هغه ټولې کارنامې یادې ساتي.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته