امنیت

دپوليسو دمقاومت له امله درې تنه طالبان ووژل شول .

کابل – باختر- دزمري شلمه :
دفراه ولايت دپشت رود ولسوالۍ  په مربوطاتو کې تيره شپه دپوليسو په پوستو دطالبانو دډله ئيزو بريدونو په بهير کې  دپوليسو دمقاومت  له امله درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد اقبال باهير دباختراژانس خبريال ته وويل دطالبانو بريدونه دامنيتي پوستې  دپوليسو له سخت  مقاومت سره مخامخ شول او له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دغو بريدونوکې يو پوليس  هم ټپي شوى او طالبان غرونو ته تښتيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته