امنیت

په ننګرهارکې د طالبانو په يو پټنځاى بريد وشو

کابل – باختر د زمري دمياشتې دويمه:-
په ننګرهار ولايت کې د طالبانو جګپوړي قوماندان مولوي عبدالخالق د پوځيانو په بريدکې سخت ټپي شوى دى .
په دې بريدکې ددغه قوماندان يوبل همکار هم وژل شوى دى او څلور تنه نور يې ټپيان شوي دي .
د ننګرهار ولايت يو سيمه ييزمسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې مولوي عبدالخالق له خپلو افرادو سره يې د هسکې مينې ولسوالۍ د ترکاڼه په کلي کې د يو لړ تروريستي بريدونو په طرحه کولو بوخت و چې د اردو د ځواکونو له خوا پرې بريد وشو او له امله يې دغه قوماندان له خپلوڅلورو تنو افرادو سره ټپي او يو تن يې ووژل شو .
په دغه بريدکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته