امنیت

د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د شتون له امله د تخار د خلکو انديښنې

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٢
د تخار ولايت د کلفګان ولسوالۍ يو شمېر خلک له حکومت څخه غواړي چې په دغه ولايت کې د قاچاق وړونکو مخه ونيسي.
دوى په دغه ولايت کې د ځوانانو له خوا د نشه يي توکو د قاچاقو له امله د انديښنې په څرګندونو سره وايي: قاچاق وړونکي ددغې ولسوالۍ ځوانانو ته ګاونډيو هيوادونو ته د نشه يي توکو د ليږدونې لارې چارې زده کوي او يو زيات شمېر ځوانان نشه يي توکي په خپله ګيډه کې نورو هيوادونو ته ليږدوي.
د دوى دڅرګندونو له مخې: يو شمېر ځوانان په ايران کې له نيول کيدو وروسته اعدام او مړي يې کورونوته يې سپارل کيږي.
د را رسيدولو خبرونو له مخې: پخواهم د څو تنو ځوانانو مړي چې د نشه يي توکو د قاچاقو په تور په ايران کې اعدام شوي وو؛ تخار ولايت ته ليږدول شوي دي .
د اعدام شويو ځوانانو کورنيو له مرکزي حکومت او له امنيتي مسوولينو څخه غوښتنه کوي: دهغه کسانو مخه دې ونيسي چې د قاچاق وړونکو د روزنې مسووليت لري، له دې پرته هره مور بايد د خپل بچي په غم کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته