ټولنه

په لوګر کې ۳۶ شنې خونې جوړې او گټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ـ پل علم/ باختر/ د وري د میاشتې ۸ مه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ادارې له لوري د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې ۳۶ شنې خونې جوړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
ځايي چارواکي وايي چې یادې شنې خونې د افغان ایډ موسسې په مرسته جوړې شوې چې۱۲متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري.
د لوګر د والي ویاند شمشاد لاروي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې د دغو شنو خونو په مټ به بزګران وکولای شي د سبو د پلور له لارې خپل اقتصاد پياوړی او ښه عواید ترلاسه کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته