سیاست

صلاح الدين رباني د ناروې د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٠
د هيواد د بهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني پرون مازيګر د مونشن د امنيتي کنفرانس ترڅنګ د ناروې د شاهي هيواد د بهرنيو چاروله وزير بورګي برندي سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو او اطلاعاتو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: په پيل کې د هيواد د بهرنيو چارو وزير په بېلابېلو برخوکې د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره د تيرو ديارلسو کلونو په بهيرکې د ناروې د شاهي هيواد د همکاريو له امله د مننې په ترڅ کې له افغانستان سره يې د دغه هيواد دمرستو او همکاريو د دوام غوښتنه وکړه.
وروسته د ناروې د شاهي هيواد د بهرنيو چارو وزير هم د ملي وحدت د حکومت د جوړولو له امله د خوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې له افغانستان سره يې د خپل متبوع هيواد د مرستو او همکاريو د دوام ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې د ناروې شاهي هيواد له افغانستان سره د ستراتيژيکي موافقه ليک په اجراکولو ژمن دى او په بېلابېلو برخوکې به د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
په دې کتنه کې د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغان ملي او امنيتي ځواکونو د پياوړتيا او ظرفيتونو د لوړولو، دغو ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې او په افغانستان کې د سولې او ثبات د زيات ټينګښت په لاره کې د همکاريو د دوام په باب خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته