امنیت

د طالبانو يو قوماندان ونيول شو

کابل – باختر د کب دمياشتې ٢٩
د طالبانو يومشهور قوماندان تېره شپه په غزني ولايت د ملي امنيت د منسوبينو له خوا ونيول شو.
د غزني ولايت د ملي امنيت د رياست يو خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه رياست منسوبينو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې د طالبانو يو قوماندان د تروريستي بريدونوسازمان ورکوونکى قاري خليل الرحمن په غزني ښارکې ونيوه.
خبرځاى زياته کړه: نيول شوي قوماندان له زياتې مودې راپه دې خوا په غزني کې په تروريستي او ورانکارو فعاليتونو بوخت و چې د خلکو په همکارۍ د ملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته