پاريس باختر د وږي نهمه :
دفرانسې دبهرنيو چارو وزير لورن فابيوس د پناه غوښتوونکو دبحران په باب دځينو اروپايي هيوادونو چال چلند شرموونکى وباله .
باختر اژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ. فايبوس له پناه غوښتوونکو سره داروپا دختيځ دځينو هيوادونو چال چلند وغانده .
دفرانسې صدراعظم په ځانګړي توګه صربستان ته دپناه غوښتوونکو دورتګ دمخنيوي لپاره داغزنو سيمانو دکارولو په خاطر په هنګري نيوکه وکړه .
فابيوس دغه شان چال چلند داروپا دارزښتونو پرخلاف وباله .
فرانسې له بريتانيا او المان سره يوځاى دپناه غوښتوونکو دبحران لپاره دحل دلارې دموندلوپه مقصد داروپا داتحاديې دبيړنۍ غونډې دجوړولو غوښتنه کړې ده .
په وروستيو ورځو کې يوزيات شمير هغه پناه غوښتوونکي ديونان له لارې داروپا خاورې ته ننوتى دي . هلې ځلې کوي چې دمقدونيې او صربستان له هيوادونو څخه ځان نورو اروپايي هيوادونو ته ورسوي .
1 1 دقیقه لوستل