کابل باختر د تلي پنځمه :
په پروان ولايت کې پرون د يوې ترافيکي پيښې له امله دولس تنه ټپيان شول .
دغه پيښه د چاريکارو = جبل السراج د واټ په تګلوري کې رامنځته شوې ده.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د رسنيو د دفتر مسوول سليم نوري باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې درې کرولا موټرونه او يو سراچه موټر د چاريکارو – جبل السراج د لويې لارې د پشته سرخ په ساحه کې له يوبل سره ټکر وکړ .
نوري زياته کړه: په ټپيانوکې د څلورو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون دولس تنه شامل دي چې دپروان ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي .
دروغتون مسوولينو دشپږو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
دترافيکو مسوولينو ددغې پيښې درامنځته کيدو علت د موټر چلوونکو بې احتياطي بللې ده .
0 1 دقیقه لوستل