امنیت

١٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

کابل-باختر دليندۍ دمياشتې ٦
دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ١٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي په دغو عملياتو کې چې دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ،پکتيکا،غزني،قندهار ،روزګان،زابل،غور،هرات ،فراه،فارياب،کندز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول ١٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ١٣ تنه نور ټپيان شول.
دغه راز دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددغو عملياتو له امله پنځه تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول او د زابل ولايت دشاجوى ولسوالۍ په مربوطاتو کې ٢ تنه ډار اچوونکي ټپيان شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته