ټولنه

د جدي په شپږمه مجاهدينو تيري کوونکي په ګونډو کړل

کابل باختر دمرغومي اتمه :
د افغانستان د مسلمانو آزاده ګانو بنسټ نن د يوې غونډې په جوړولوسره د١٣٥٨ کال دجدي شپږمه دافغانستان خلکو ته د بدمرغيو پيل وباله.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې دافغانستان دمسلمانوآزاډه ګانو د بنسټ رييس عبدالجلال جلال وويل: د١٣٥٨کال دجدي شپږمه دپخوانى شوروي جمهوريتونو د اتحاد له خوا د افغانستان د اشغال پيل و  او دا د آزاده ګانو د هيواد مجاهدين  وو چي تيري کوونکي يې په ګونډو کړل اوتيښتې ته يې اړ کړل.
دغه راز په دې غونډه کې د حضرت محمد( ص) د بنسټ رييس عبدالهادي د المدثردبنسټ رييس استاداماج اودافغانستان دمسلمانوآزاده ګانودبنسټ دمديره هيئت غړو نظيرې، لطيفې او مرتضى نيک زادپه دې باب خبرې وکړې.
  غونډه په اتو فقروکې د پريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته