امنیت

په هلمند کې دماين د چاودنې له امله دوه تنه پوليسان شهيدان شول

کابل  باختر دکب دمياشتې  ٩  :
د هلمند ولايت دلښکرګاه ښارپه مربوطاتو کې  په واټ کې دښخ کړاى شوي ماين دچا ودنې له امله دوه تنه پوليسان شهيدان شول.
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دغه  پيښه نن سهار  دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه  چې د پوليسو  يو رنجر موټر چې دبولان په ساحه کې روان و په واټ کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت او دچاودنې له امله  دوه تنه پوليسان شهيدان شول .
ځواک  د دغې پيښې عامل طالبان وبلل او ويې ويل چې وسله وال  طالبان  په واټونو کې  دماينونو په ښخولو سره   هلې ځلې کوي چې په تروريستي عملونو لاس پورې کړي او ملکي وګړي  په وينو او خاورو لت پت او  ولړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته