جلال آباد باختر دلړم دمياشتې ١٦ نيټه :
لس تنه په ننګرهار ولايت کې د بېلابېلو جنايي پيښو په اړوند ونيول شول.
دغه کسان په تيرو ٢٤ ساعتوکې دننګرهارولايت په بېلابېلو سيموکې دپوځيانو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې نيول شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په نيول شويوکسانو د وژنې، غلا، د نشه يي توکو د قاچاقو او د انسان تښتونې تورلګول شوى دى.
پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ