سیاست

جمهوررئیس غني د شهید مل‌پاسوال زړور زاهد او د پولیسو د دویمې حوزې شهیدانو فاتحې کې ګډون وکړ

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٢٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د کابل په عیدګاه جومات کې د ننګرهار د امنیه قوماندان شهید مل‌پاسوال زړور زاهد او د کابل د پولیسو د دویمې حوزې د شهیدانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسموکې چې اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کابینې یو شمېرغړو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او د هېواد ملي او سیاسي شخصیتونو حضور درلود، جمهور رئیس او په دغو مراسمو کې نورو ګډونوالو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټولو شهیدانو پاک روح ته، په ځانګړي ډول شهید مل ‌پاسوال زړور زاهد او د وروستیو پېښو شهیدانو ته دعا وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس یو وار بیا د مل ‌پاسوال زاهد او د کابل د دویمې حوزې پولیسو د شهادت له امله د هغوی کورنیو او دوستانو ته تسلیت ورکړ او شهیدانو ته یې د خدای په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته