سیاست

دپاکستان دبهرنيوچارو وزيره : راتلونکي اوونې دپوهنې کتابونه کابل ته رسيږي .

کابل باختر د غبرګولي  پنځه ويشتمه

  دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرې په يوه  مطبوعاتي کنفرانس کې اعلام وکړ چې پوهنې وزارت کتابونه  به راتلونکي اوونۍ کابل ته راورسيږي .

 دباختر اژانس دخبر له مخې  دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر  داسيا دزړه دهيوادونو په کنفرانس کې  له ګډون وروسته نن په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې دحقاني له شبکي  او نورو تروريستانو  سره ددغه هيواد دملاتړ په باب د ټولو تورونو دردولو په ترڅ  کې وويل اسلام اباد په افغانستان کې دثبات او امنيت تامينول غواړي  په افغانستان کې بي ثباتي او ناامنې به په پاکستان کي دنااراميو سبب شي

 دې زياته کړه پاکستان په خپله دتروريزم قرباني شوي دي

 دپاکستان دبهرنيوچارو وزيرې دپوهنې وزارت دکتابونو  په اړوند  چې له څو مياشتو راپديخوا په کراچي بندر کې  درول شوي دي وويل ډير ژر به دافغانستان دپوهنې وزارت دکتابونو دليږدونې اجازه ورکړل شي اوښايي راتلونکي  اوونې کتابونه کابل ته راورسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته