خبرونهفرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د محمد آصف جلالي له کورنۍ سره مرسته وکړه

۳۴- کابل / د مرغومي ۱۷مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن د هېواد د فقید هنرمند محمد آصف جلالي له کورنۍ سره نغدي مرسته وکړه.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ دغه نغدي مرسته چې ۱۰۰ زره افغانۍ دي؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت په نوښت د محمد آصف جلالي کورنۍ ته ورکړ شوه.
افغان مشهور کمیډین او طنز لیکونکی محمد آصف جلالي د ۱۳۹۸ کال د مرغومي په ۱۱ مه د کابل ښار په یو روغتون کې د زړه د درېدو له امله د ۵۲ کلنی په عمر وفات شو.
په (کاکا آصف) مشهور آصف جلالي په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان په ملي راډیو -ټلویزیون کې په څو فلمونو او ټلویزیوني پروګرامونو کې رول لوبولی او په طلوع، (۱) او خورشید خصوصي ټلویزیونونو کې یې په زړه پورې کمیډي پروګرامونه ترسره کړل.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته