اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمیسون د ۴،۴ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۰ تړونونه لاسلیک کړل

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢١ مه
د ملي تدارکاتو کمیسون غونډه د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی تر مشری لاندې تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
لومړی، د ملي تدارکاتو ادارې عمومي مشر یما یاري د ( شفافې دولتداری د نړیوال کنفرانس) په هکله چې د فرانسې په پاریس ښار کې جوړ شوی وو راپور ورکړ او د شفافې دولتداری په نړیوال سازمان کې یې د افغانستان د غړیتوب خبر ورکړ.
هغه په یاد سازمان کې د هیواد د جمهور رئیس له ملاتړ او همدا راز د شفافې دولتداری په نړیوال سازمان کې د افغانستان حکومت د عضویت تقاضا د تایید له امله د افغانستان د اسلامی جمهوریت د کابینې له پریکړې مننه وکړه.
جمهور رئیس غنی پدې برخه کې د یما یاري له هڅو نه د مننې تر څنګ، په نړیوالې مجمع کې د افغانستان شاملیدل چې څه باندې ۷۰ هیوادونه د شفافیت او حساب ورکونې په بیلابیلو برخو کې هڅه کوي، یو مهم ګام وباله. هغه د لندن کنفرانس تعهداتو د تحقق په برخه کې د ملي وحدت حکومت دغه اقدام مهم وباله.
په دې غونډه کې د ادارو پر بیلابیلو پروژو بحث وشو چې په پایله کې ېې د ۴،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰ تړونونه لاسلیک شول.
لاسلیک شوي تړونونه پدې برخو کې دي:
• د آریانا څلورلارې نه د تایمني د پنځم سرک تر څلور لارې او همدا راز د ترافیک له څلور لارې نه د کابل ښار د شهید تر څلورلارې د نویو کانالونو جوړول
• د پنجشیر ولایت د پوچاوې درې سرک جوړول
• د فاریاب ولایت د میمنې ښار د سرکونو جوړول
• د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالی له کندهاري پل نه تر سرخاب کلي د سرک جوړول
• په شپږو برخو کې د دفاع وزارت د خرڅلاو ۷۱ قلمه توکي
• ۳۹ قلمه غیر مطبوع قرطاسیه، ۱۶ قلمه انفرادي البسوي تجهیزات او د کورنیو چارو وزارت د اړتیا وړ ۴۰ قلمه د خرڅلاو جنس.
د یادولو وړ ده، چې په کابل ښار کې به د کانالونو احداث له څه باندې ۳۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د پلي کیدو وړ وګرځي، چې د کابل ښار یوه اساسي ستونزه به د دغو پروژو په پلي کیدو سره حل شي.
همدا راز د فاریاب ولایت د میمنې ښار د سرکونو پروژه او د کورنیو چارو وزارت د ۴۰ قلمه خرڅلاو اجناسو په مشروط ډول د کمیسون لخوا تایید شو. په یاده غونډه کې د امید د فني او حرفوي مرکز په طعام خانه کې د ۲۵٪ کمولو له امله د کار او ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو وزارت وړاندیز تایید کړ.
په دې غونډه کې د مکروریانو د حفظ او مراقبت د تیلو د تدارک پروژې، د کورنیو چارو وزارت د ۱۱ قلمه البسوي عینیات او د دفاع وزارت د هوایي قواوو د تیلو د تړونونو د قیمت تعدیل د لا ډیرې ارزونې لپاره وړاندې شو.
کمیسون، د ولسوالانو لپاره د وسایطو تدارک تړون زماني میعاد تمدید رد کړ او پریکړه یې وکړه چې د تړونونو د تاخیر په هکله دې جریمه پلي شي.
په دې غونډه کې د کمیسون د غړیو تر څنګ، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، له سیګار نه د شفافیت څارونکي، د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسون، د ولسي جرګې مالي او بودجې کمیسون، له اداري فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس او د قاطع ملاتړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته