ورزش

دهېواد دکرکټ دنولس کلنو ځوانانو ملي ټيم دسينګاپور دکرکټ ملي ټيم ته دماتې په ورکولو سره داسيا دجام وروستي نيمايي پړاو ته لاره وموندله .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
دهېواد  دکرکټ دنولس کلنو ځوانانو ملي تيم دسينګاپور  دکرکټ ټيم ته ماتې ورکړه .
دکرکټ بورد وياند فريد هوټک نن دباختراژانس خبريال ته وويل دکرکټ دنولس کلنو ځوانانو ملي ټيم داسيا دجام په سياليو کې په دويمه لوبه کې  پرون  مازيګر په سريلانکا کې دسنګاپور دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړه .
په لومړي لوبه کې دسنګاپور دکرکټ دنولس کلنو ځوانانو ملي ټيم توپ  وهنه پيل کړه او په نولس اوريزه کې دټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره دافغانستان  ټيم لپاره دوه اويا منډې هدف وټاکه چې دافغانستان تيم دنهه ويکت په توپير سره هدف پوره کړه او بريالى شو او ددغه جام وروستي نيمايي پړاو ته لاره وموندله .  ديادونې وړ ده چې  دکرکټ دنولس کلنو ځوانانو ملي ټيم په تيرو دوو لوبو کې دپاکستان  په وړاندې بريالى شو او دبنګله ديش په وړاندې يې ماتې وخوړه .  فريد هوټک زياته کړه چې دکرکټ  دنولس کلنو ځوانانو ملي ټيم په وروستي نيمايي پړاو کې دهند دنولس کلنو ځوانانو له ملي ټيم سره لوبه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته