خبرونهټولنهروغتیا

د غزني د حوزوي روغتون د ودانۍ نېمګړې چارې بیا پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۳۰مه، باختر
د غزني ولایت حوزوي روغتون ودانۍ د جوړولو چاري چې له څلورو کلونو راهیسې نیمګړې پاتې وې، د عامې روغتیا وزارت اداري معین مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د ملي پراختیا شرکت اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل او د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو له لوري پیل شوې.
د ملي پراختیا شرکت اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل وايي چې د یاد روغتون ودانۍ د جوړونې چارې چې ۷۷ سلنه څلور کاله وړاندې مخته تللې وې، اوس د ۴۹.۵ میلیونو افغانیو په لګښت له داخلي بودیجې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر اساس بیا پیل شوې، چې د شپږ میاشتو په اوږدو کې به د ملي پراختیا شرکت له لوري بشپړې شي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د غزني حوزوي وویل چې د غزني ۷ ګاونډي ولایتونو ناروغان هم دغه روغتون ته مراجعه کوي.
په همدې حال کې د غزني مرستیال والي مولوي رحیم الله محمود له عامې روغتیا وزارت څخه وغوښتل چې د غزني حوزوي روغتون په مختصصو ډاکټرانو او معیاري طبي وسایلو مجهز کړي.
د یادوني وړ ده چې همدا اوس په غزني کې ۱۹۱ روغتیایي مرکزونه فعال دي چې پکې د دغه ولایت حوزوي او ولایتي رغتونونه هم شاملیېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته