امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول.

-کابل باختر د لړم  يوولسمه :
اته تنه وسله وال طالبان  په هلمند ولايت کې دپوځيانو په بريد کې ووژل شول .
په دغو طالبانو تيره شپه دلښکرګاه ښار ته څيرمه ددوى په پټنځي  بريد وشو .
  دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې بريد کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل چې په دې پيښه کې دوسله والوطالبانو  پټنځي  له ټولو جنګي وسايلو سره يې ويجاړ شوى دى .
ويل کيږي چې په دغونښتو کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان  نه دى اوښتى .
په  يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په هلمند کې پوځيانو ديولړ چاودنو  مخه ونيوله .
نن سهار امنيتي مامورانو ددغه جنوبي  ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې اته ماينونه کشف اوشنډ کړل .
ويل کيږي چې دغه ماينونه دوسله والوطآلبانوله خوا ځاى پرځاى کړى شوي و

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته