ټولنه

مارشال محمد قسيم فهيم دشمال او شمال ختيځو ولايتونو له مشرانو او سپين ږيرو سره وکتل.

کابل- باختر دوږې دمياشتې ١٠
دجمهوري رياست لومړي مرستيال له مارشال محمد قسيم فهیم نن له غرمې وروسته دهيواد دشمال او شمال ختيځو ولايتونو دبيلابيلو قومونو له يو شمير مشرانو،  منورينو او سپين ږيرو سره دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې وکتل او
له هغوى سره يې دهيواد د روانو حالاتو په باب خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر  ورکړ:
دجمهوري رياست لومړى مرستيال په هيواد کې روانو حالاتو ته په پاملرنې سره دهيواد دشمال او شمال ختيځو ولايتونو مشرانو ته وويل ،  په هيواد کې اوسنى  نظام دافغانستان دخلکو د يوولس کلنو هلوځلو او دکار له امله او ستاسو د زامنو دسرښندنو او دنړيوالې ټولنې په همکارۍ  رامنځته شوى دى او په دغو تيرو يوولسو کلونو کې يې ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي .
دجمهوري رياست لومړى مرستيال زياته  کړه د هيواد امنيتي ځواکونه په ټولې ميړانې  سره د خپلو خلکو  ترڅنګ  ولاړ  دي او په هيواد کې به  د تيروکلونو  برياليتوبونه  وساتي  .
دجمهوري رياست لومړى مرستيال دافغانستان دشمال او شمال ختيځو ولايتونو مشرانوته ډاډ ورکړ چې دامنيتي مسوولينو نو دليږدونې پړاو او له هغه وروسته په هيواد کې دسياسي ليږدونې پړاو ترسره شي او دافغانستان دولت په هوډمن ډول
د دواړو پړاونو ملاتړکوي ، چې دافغانستان خلک وکولاى شي خپل هيواد   د يو انتخابى او قانونى نظام ترسيوري لاندې د ترقى او پرمختګ په لور رهبرى کړي.
په دې کتنه کې دهيواد دشمال او شمال ختيځو ولايتونو څو تنو مشرانو دخبرو په ترڅ کې دشمال په ځينو سيمو کې دامنيتي حالت دخرابوالي له امله انديښنه څرګنده کړه او دغې مسلې ته يې دزياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
دغو مشرانو څرګنده کړه چې موږ ته دهيواد او زموږ دسيمو امنيت او ثبات ډير
ارزښت  لري او له دولت څخه غواړو چې په دې لاره کې دسملاسي تدبيرونو  په
نيولو سره اقدام وکړى .
دهيواد دخلکو او قومونو  ترمنځ د دوستي او پيوستون او داوسني نظام ترسيوري لاندې  دافغانستان دبرياليتوبونو ساتنه نورې مسلې دي چې دهيواد دشمال او شمال ختيځو ولايتونو دبيلابيلو قومونو مشرانو د هغه يادونه وکړه .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال په غونډه کې برخه والو مشرانو ته  ډاډ ورکړ چې دولت خپلې  ټولې هلې ځلې کاروي چې په پيلابيلو برخو کې دخلکو اساسي اړتياوې  وڅيړل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته