سیاست

دجمهور رييس مرستيال : دقضيو دمديريت سيستم دقضايي دوسيو په څيړنه کې دشفافيت او جټګتيا سبب کيږي .

کابل باختر د ثور پنځمه :

دافغانستان دعدلي سکتور دملاتړ دپروګرام رييس بريد هايدرمن اوملګري هيئت يې نن له غرمې وروسته د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست له دويم مرستيال قانونپوه سروردانش سره وکتل .  او ددغه پروګرام  او دهغه دکار دپرمختګ دکچې په باب يې دجمهور رييس مرستيال ته رپوټ وړاندې کړ .

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  ددوى دڅرګندونو له مخې دقضيو دمديريت سيستم همدا اوس په انلاين ډول دهيواد په اتلسو ولايتونوکې عملي شوى دى او دوى هوډمن دي چې دغه سيستم دروان کال تر پاى پورې دهيواد په ټولو څلور ديرشو ولايتونوکې عملي شي.

دوى دغه راز دقضيو دمديريت دسيستم دعملي کولو د ښگينو  او نتيجو په باب  چې دعدلي اوقضايي  بنسټونو ارتباط  په شبکه يي ډول او دانلاين له لارې  ټينګوي  توضيحات وړاندې کړل .

دجمهور رييس مرستيال هم په دې باب دقضيو دمديريت دسيستم  دپروګرام دعملي کولو د ملاتړ او له دې امله  دخوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې وويل دقضيو دمديريت دسيستم پلي کول به دقضايي دوسيو دڅيړنې په بهير کې  له شفافيت او ګړنديتوب  سره زياته مرسته وکړي .

ده ټينګار وکړ اوس ددې وخت رارسيدلى دى چې زموږ هيواد دنړۍ له هيوادونوسره اوږه په اوږه له تکنالوژي  څخه دچارو دپرمختګ  اوهم دخپلو ژمنو دعملي کولو په لاره کې  استفاده وکړي .

محمد سرور دانش دغه راز ددې کار دليږدونې او دحقوقي ميکانيزمونو دڅرنګوالي  په باب وويل دولتي بنسټونو ته ددغه پروګرام دليږدونې په باب په حقوقي لحاظ  کومه ستونزه نشته خو بايد په دې باره کې دقيق ميکانيزمونه وسنجول  شي .

ده زياته کړه کولاى شو داکار دګډ کميسيون اويا کميټې دجوړولو او دمقررې دتدوين او دغه راز داړوندو لايحو دتدوين له لارې ترسره کړو .

دجمهور رييس مرستيال دغه راز په دې باره کې  دنورو هيوادونو له تجربو څخه استفاده لازمي  او ضروري وبلله او ويې ويل چې په زياترو هيوادونوکې اوس له دغه شان پروګرامونو څخه کار اخستل کيږي او لازمه ده چې دهغوى له تجربو څخه ګټه واخلو .

ده دغه راز ددې کار دبشري ځواک او دشبکې دامنيت تامينول ، دپاملرنې  وړ  موارد وبلل او په برابرولو باندې يې ټينګار وکړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته