امنیت

طالبانو يو پوليس په ډزو سره وواژه

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٧
طالبانو په پروان ولايت کې يو پوليس د هغه د کورنۍ د سترګو په وړاندې په ډزو سره وواژه.
د پروان ولايت د شينوارې ولسوالۍ امنيه قوماندان حسين شاه مقصودي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د شينوارې ولسوالۍ د باغ افغان په سيمه کې رامنځته شوې ده.
مقصودي وويل: طالبانو د پوليسو سرتيرى عبدالولي چې په کابل کې يې دنده لرله او د رخصتۍ د تيرولو لپاره د باغ افغان په کلي کې خپل کور ته ورغلى و؛ په ډزو سره وواژه.
د شينوارې ولسوالۍ امنيه قوماندان وويل: تر اوسه پورې د دغې وژنې انګيزه نه ده روښانه شوې؛ خو طالبان تل تر خپل نفوذ لاندې سيموکې د بې ګناه خلکو او د دولتي مامورينو په وژلو لاس پورې کوي او خلک ځوروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته