امنیت

درې سوه اوولس کيلوګرامه اپين دپوليسو لاس ته ورغلل

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٥
دقندهار ولايت دپوليسو ځواکونو ٣١٧ کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: دغه نشه يي توکي پرون د دوشنبې په ورځ د قندهار ښار په دريمه ناحيه کې د يو ( ٣٠٣ ) ډوله مسافروړونکى موټر د پلټنې په وخت کې کشف او ترلاسه شول.
قاچاق وړونکو غوښتل چې دغه نشه يي توکي له هيواد څخه بهرته قاچاق کړي.
ددغې قضيې په اړوند يو تن نيول شوى او له ده څخه پوښتنې او تحقيقات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته