ټولنه

دالکترونيکي تذکرو ويشل دتلي په مياشت کې پيليږي .

کابل باختر دزمري  اتمه

  دکورنيوچارو وزارت مقامات وايي چې دالکترونيکي   تذکرو ويشل  ډير ژر پيليږي .

 دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي دباختر اژانس خبريال ته وويل دبرقي الکترونيکي  تذکرو ويشل دروان کال دتلي په مياشت کې  پيليږي .

 ده وويل دکورنيو چارو وزارت يو له ملي پروګرامونو څخه دبريښنايي تذکرو ويشل دي  چې ټاکل شوې ده څلور سوه ټيمونه په يووخت دهغو دويشلو کار په ټول هيواد کې  پيل کړي .

 داپه داسې حال کې ده چې څه دپاسه دوه کاله کيږي چې دولتي مقاماتو دالکترونيکي  تذکرو دويشلو ژمنه کړې ده خو دغه ژمنه نه ده  عملي شوي اوس دتابعيت  تذکره په پاڼې ډول دخلکو په واک کې  ورکول کيږي چې جوړول او جعل کاري پکې اسانه ده خو دکورنيو چارو وزارت مقاماتو ويلي دي  الکترونيکي  تذکرې برسيره  پردې چې د افغانانو دهويت ښکارندوي  دى په رايه ورکولو کې هم ددرغلي  مخه نيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته