کابل باختر د سلواغې ديارلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د جهادي رهبرانو حضرت صبغت الله مجددي او د استاد عبدرب الرسول سیاف کورونو ته د پوښتنې لپاره ورغی او د هغوی احوال یې واخیست.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني او یادو جهادي رهبرانو په بېلابېلو موضوعاتو له هغې جملې د هېواد د ملي مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
پروفیسور حضرت صبغت الله مجددي او استاد عبدرب الرسول سیاف له جمهور رئیس غني څخه د ورتللو له امله د مننې پرمهال جمهور رئیس او ټولو حکومتي مسوولینو ته د خدمت او په هېواد کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې د بریالیتوب هیله وکړه.
0 1 دقیقه لوستل