امنیت

په فارياب کې د سيمه ييزو پوليسو يوه پوسته طالبانو ونيوله

ميمنه باختر دوږي دمياشتې ١٩  نيټه  :
دفارياب ولايت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د وګړنيو پاڅون کوونکو يوه پوسته طالبانو ونيوله .
د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي اعلام وکړ چې د وګړنيو پاڅون کوونکو ځواکونو قوماندان حسام الدين بيګ په دغې ولسوالۍ کې د وګړنيو پاڅون کوونکو ځواکونو يوه پوسته طالبانو ته سپارلې ده او دغه قوماندان د فارياب ولايت مرکز ميمنې ښِار ته تللى دى.
يوه امنيتي خبرځاى وويل چې دغه سيمه ييز قوماندان د دولت د نه پاملرنې په خاطر له طالبانو سره معامله کړې ده او د دغې پوستې پوځي تجهيزات يې طالبانو ته سپارلي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته