امنیت

د تورخم په لويه لاره کې طالبانو او افغان ځواکونو نښته وکړه

کابلباختر دسنبلي ١٧
د تورخم په لويه لاره کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې نن درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
دغه جګړه دجلال آباد-تورخم د لويې لارې په اوږدوکې د بټي کوټ ولسوالۍ په سه پاه سيمه کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د ملي پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ.
نښتې هغه وخت زورواخيست چې د اردو ځواکونو ددغې پوستې د سرتيرو مرستې ته ورودانګل او له يرغلګرو سره يې په نښتې لاس پورې کړ.
په ننګرهار ولايت کې د ملي اردو د ميشتو ځواکونو ويندوى جګړن شيرين آقا دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
جګړن شرين آقا وايي چې په دې پيښه کې افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى خو دځينو عيني شاهدانو دڅرګندونو له مخې: په دې نښته کې دملي اردو او پوليسو سرتيرو ته هم مرګ ژو بله او ښتې ده.
عيني شا هدان  هم په دې نښته کې دطالبانو د سر د زيان شمېر لس تنه بولي او وايي چې نور يرغلګر دنښتې په بهيرکې دشپې له تورتم څخه په استفادې سره تښتيدلي دي.
د افغانستان په ختيځ کې د تورخم د لويې لارې په اوږدوکې د بټي کوټ ولسوالۍ د وسله والوطالبانو په ګډون د تروريستي ډلو دشتون او فعاليت په نسبت کله ناکله د خونړيو نښتو ډګر دى.
افغان پوځيانو په وروستيو کلونوکې تراوسه پورې څو ځلې د پراخو پوځي عملياتو په ترسره کولو سره وغوښتل چې دپاکستاني طالبانو او د نورو جګړه مارانو په ګډون په بټي کوټ کې د تروريستي ډلوټغر ټول کړي، خو تراوسه پورې په سمه توګه په دې کار نه دى بريالى شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته