امنیت

په کندزکې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل/ د مرغومي ٢مه/ باختر
اووه وسله وال طالبان تېره شپه په کندزکې ووژل شول.
د کندز امنيه قوماندان جنرال عبدالرشيد بشير باختر آژانس ته وويل: د کندز په قلعه ذال ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو د وسله والوطالبانو بريد په شا وتمبول شو.
هغه زياته کړه: په بريدکې اووه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نوريې ټپيان شول او پاتې نور يې له سيمې څخه وتښتېدل.
هغه دغه راز وويل چې په پېښه کې يو پوليس شهيد شوى او يو بل يې ټپي شوى دى.
د يو بل خبرله مخې:
د کندز د چهار درې ولسوالۍ په بابا خېلو کليوکې د امنيتي او دفاعي منسوبينو په عملياتوکې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو يوه زېرمه له منځه لاړه او څو جنګي وسايل ترلاسه شول.
پاىذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته