امنیت

په فارياب ولايت دوسله والو طالبانو په سنګرونو نوي هوايي خونړي بريدونه

کابل باختر د لړم  نهمه :
اتلس تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې ديو لړ هوايي بريدونو له امله ووژل شول .
  په دغو ډار اچوونکو له تيرې  نيمې شپې څخه تر نن سهار پورې دفارياب ولايت دميمنې ښار دقيصار او المار دولسواليو په مربوطاتو کې بريدونه وشول .
دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو ځانګړو هوايي بريدونوله امله دوسله والو طالبانو دډلې ددريو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون اتلس تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول .
ده وويل دغه طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې  بريد پرې وشو .
  ويل کيږي چې په دغو هوايي بريدونوکې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته