کابل باختر دلړم دريمه :
دملي دفاع وزارت سرپرست دجوزجان ولايت ته سفر وکړ چې په دغه ولايت کې امنيتي حالت اود ډار اچونې بهير وڅيړي .
دغه سفر ټيک په جوزجان کې د ډار اچوونکو ډلو د شتون اوفعاليت دزور اخستو په درشل کې کيږي .
دجوزجان ولايت له مرکز شبرغان ښار څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، ډګر جنرال طارق شاه بهرامي په دې سفر کې ددغه ولايت له والي او له نورو سيمه ئيزو چارواکو او پوځي قوماندانانو سره دکتنې په بهير کې د ډار اچونې ضد عملياتو په پراختيا او په دغه ولايت کې د ډار اچوونکو دځالو په دړې وړې کولو باندې ټينګار وکړ .
ده ژمنه وکړه چې په جوزجان کې د ډار اچونې پرخلاف دمبارزې په کار کې به داغيزمنتوب دزياتوالي لپاره اوسنۍ فني او تجهيزاتي نيمګړتياوې لرې کړي .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل