امنیت

دجګړي لپاره دافغانستان دملي اردو تيارى .

واشنګتن  باختر د زمري  دريمه :
  دلاس انجلس  ټايمز ورځپانې په خپلې وروستۍ ګڼه کې دافغانستان دملي اردو ځواکونه ديوې خونړۍ جګړې لپاره تيارى نيسي تر عنوان لاندې يو مطلب خپور کړى دى .
  دغې ورځپاڼې  دهغو څو تنو ځوانانو داستان چې دملي اردو له ليکو سره يوځاى شوي دي بيانوي او ليکي .
درې ويشت کلن ضيا الحق په ډيرې سختۍ  سره وکولاى شول خپله کورنۍ په دې قانع کړي چې ده ته دملي اردو په ليکو کې  دشموليت اجازه ورکړي .
دلاس انجلس  ټايمز ورځپاڼې  په ليکنه دضيا الحق په شان يو زيات شمير  نور ځوانان هم شته چې وايي دهېواد پالنې او دهېواد ددفاع په خاطر غواړي چې دملي اردو  په ليکو کې  خدمت وکړي .
داردو مقامات وايي چې دملي اردو په ليکوکې  دځوانانو دنوم ليکنې شمير زيات شوى دى اوله دې سره جوخت دتيښتې شمير هم مخ په زياتوالي دى .
دورځپاڼې  په ليکنه هغه ځوانان چې داردو له ليکو سره يوځاى کيږي له جدي ګواښ سره مخامخ دي .
دامريکا ددفاع وزارت ديوه رپوټ له مخې :د ٢٠١٥ ميلادي کال دجنوري دمياشتې  له لومړۍ نيټې څخه دنوامبر د مياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې دافغانستان دملي اردو دپوځيانو دسردزيان شمير د ٢٠١٤ کال په پرتله  په سلوکې اووه ويشت زيات شوى دى . خو ورځپاڼه  زياتوي چې له دغوخطرونو سره  سره په مياشت کي څه ناڅه شپږو زرو تنو افغان ځوانانو او يوکم شمير خو ورځ په ورځ زياتيدونکو ميرمنو هم په اردو کې دګډون لپاره نومونه ليکلي دي .
دروژې دمبارکې مياشتې  په تودوخه کې دغو ځوانانو دبل هر وخت  په شان خپلو تعليماتو ته دوام ورکړ او دجګړې په جبهو کې يې هم برخه واخيسته .
ورځپاڼه دافغان پوځي مقاماتو له خولې ليکي چې سخت تودوخي او دروژې دمبارکې مياشتې لوږې او تندې هيڅ يو په پوځيانو اغيزه ونه کړه او دوى خپل کارته دوام ورکړ . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته