امنیت

په زابل کې درايو ورکولو په څه دپاسه نيمايي مرکزونو دطالبانو سيورى

 کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٨:
دزابل ولايت په مربوطاتو کې درايو ورکولو څه دپاسه نيمايي  مرکزونه  دوسله والو طالبانو تر ګواښ لاندې دي .
دزابل ولايت امنيتي مسوولين  ددغه ټکي په څرګندولو سره وايي هلې ځلې کوي  چې   دځانګړو پوځي عملياتو په ترسره کولو سره  دغه مرکزونه د جګړه مارو طالبانو  له  ګواښ او سيوري څخه  وباسي .
دترلاسه شويو شميرونوله مخې : په  زابل ولايت کې  د راروانو انتخاباتو  لپاره  څه ناڅه پنځه څلويښت مرکزونه په پام کې نيول شوي دي  چې ويل کيږي  پنځه ويشت مرکزونه يې دوسله والو طالبانو تر ګواښ لاندې دي .
دزابل ولايت امنيه قوماندان  جنرال غلام سخي روغ ليوني  باختر آژانس ته وويل :  دوى  هلې ځلې کوي چې د  پوځي عملياتو  په ترسره کولو  ا و د وسله والو طالبانو  دپټنځايونو  په  دړې وړې کولو سره    په دغه ولايت کې په ښه توګه  دانتخاباتو دتر سره کولو لپاره زمينه برابره شي .
دزابل ولايت امنيه قوماندان وايي  هغه پنځه ويشت مرکزونه  چې دوسله والو طالبانو تر ګواښ لاندې دي  دارغنداب ، نوبهار ، خاک افغان  او دداى  چوپان په ولسواليو کې موقعيت لري .
جنرال روغ ليوني  دامنيتي  ځواکونو د تشکيلاتو کمښت په زابل   کې  دامنيت  دتامينولو او دتروريزم پرخلاف دمبارزې په وړاندې  ستر چلنج وباله .
له دغو چلنجونو سره سره   دغه امنيتي  مسوول وايي چې دوي  ددې ځواکمني لري
چې  دپوځي عملياتو په ترسره کولو  او دقيقو  امنيتي تدبيرونو په نيولوسره  په
زابل کې  درايو ورکولو  ټول مرکزونه   دانتخاباتو دترسره کولو مخکې  له هر راز ګواښ څخه  خوندي کړي.
دا په داسې  حال کې ده چې په افغانستان کې دانتخاباتو ترسره کولو ته  نږدې دوه مياشتې پاتې دي .
په همدې حال کې  دافغانستان جګپوړو نظامي اوامنيتي مقاماتو په دې وروستيو وختو کې اعلام وکړ  چې دوى   په  ټول هيواد کې درايو   ورکولو  په سلو کې دنږدې  دڅلور نوي  مرکزونو  دامنيت دتامينولو ځواکمنې لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته