امنیت

دپروان ولايت دملي امنيت درې تنه منسوبين ووژل شول

چاريکار- باختر دوږي ٢١
په پروان کې ديو راکټي بريد له امله دملي امنيت درې تنه منسوبين ووژل شول. د دغه ولايت دملي امنيت مرستيال او د لارو دساتنې دټولۍ قوماندان ټپيان شول .
ويل کېږي دغه بريد دطالبانو له خوا دبګرام په هوايي ډګرکې د دغو کسانو په هليکوپټر شوى دي. دپروان د والي ويانيدى ميرمن روشنا خالد باختر آژانس ته وويل : دغه پيښه تيره شپه په لسو بجو هغه وخت وشوه چې دملي امنيت د رياست اوپراتيفى مرستيال محمد امين او دپروان دلارو دساتنې دټولۍ قوماندان محمداياز له يو شمير سرتيروسره ديو هليکوپټرپه سپرلي دبګرام دهوايي ډګر څخه د دندې دترسره کولو په مقصد دکوه صافي ولسوالۍ ته روان وو .د دوى دسپرلي په الوتکې له الوتنې مخکې دتوغندي بريد وشو او هليکوپټر اور واخيست.
ده وويل: په دې پيښه کې دملي امنيت د رياست درې تنه منسوبين ووژل شول اودملي امنيت د رياست مرستيال او ددغه ولايت د لارو دساتنې دټولې قوماندان او يو سرتيرى ټپيان شول .
د نه تاييد شويو خبرونوله مخې: د دغې الوتکې دپيلوټ په ګډون اووه تنه چې امريکايان وو، هم وژل شوي دي.
ويل کېږي چې دغه توغندى دطالبانو  له خوا د بګرام ولسوالۍ دموسى خيلو له کلې څخه توغول شوى و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته