ټولنه

د دريو ولايتونو عالمانو خپلې نظريې شريکوي

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٩
دپوهنې په وده او پرمختيا، روغې جوړې، ښه حکومتوالى او په انتخاباتوکې د عالمانو رول د هغه سيمينارموضوع وه چې د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو د معينيت له خوا په چاريکاروښارکې د پروان، کاپيسا او د پنجشير د ولايتونو ديني عالمانو ته جوړ شوى دى .
د پروان ولايت مرستيال شاه ولي شاهد ددغه سيمينار په پرانستلوکې وويل: په دې سيمينارکې چې د دوو ورځو لپاره جوړ شوى دى؛ د پروان، کاپيسا او د پنجشير د ولايتونو عالمانو ګډون کړى دى او د خبرو وړ ستونزو د حل کولو په لاره کې خپلې علمي پانګې شريکوي
د ولايت مرستيال په ټولنه کې چلنجونو او ستونزوته په اشارې سره د ټولنيز او امنيتي حالت په ښۀ والى کې دعالمانو رول بيان کړ او څرګنده يې کړه چې دنورو په پرتله په يوه ټولنه کې د عالمانو نظريې زيات ارزښت لري. له دې امله عالمان دپوهنې په وده او پرمختيا، د سولې په تامينولو، روغې جوړې او ښې حکومتوالۍ ته د مسوولينو په هڅولو د ښځو د حقوقو په باب دخلکو دپوهاوي او په انتخاباتو کې دخلکو د فعالې ونډې اخستنې په لاره کې اساسي رول لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته