امنیت

په تاله او برفک کې د حقانيه مدرسه د طالبانو له خوا وسوځول شوه

 کابل باختر د تلې  دمياشتې  ١  :
د بغلان ولايت په تاله او برفک ولسوالـــۍ کې د يــوې قومي جګــــړې مخه ونيول شوه.
د تاله او برفک ولسوال فيض محمد اميري د دغې ټکي د څرګندولو په ترڅ کې د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوه شپه مخکې په اسکمه کلي کې د حقانيه  مدرسه او دارالعلوم د ناپيژند شويو کسانوله خوا وسوځول شوه چې موضوع د امنيتي ځواکونو تر څيړنې لاندې ده.
خبرځاى زياته کړه: دا د اسلام د دښمنانو او ورانکارو ډلو کار و چې غوښتل يې د خلکو ترمنځ جګړه رامنځته کړي او په ټولنه کې د ملي وحدت د ګډوډولو سبب شي.
ويل کيږي دا لومړى ځل نه دى چې په  بغلان کې مدرسې ته اور اچول کيږي؛ بلکې  پخوا هم دولس جوماتونه په  ډنډ غوري ساحه کې د جنايتکارانوله خوا سوځول  شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته