کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٠
دتازه ميوو نندارتون نن په بابربڼ کې پرانستل شو .
مسووينو ددغه نندارتون دپرانستلو هدف د هيواد دبڼوالو د تازه ميوو او محصولاتو معرفي کول وبلل.
دباختر آژانس دخبرله مخې : په هغو مراسمو کې چې له همدې امله پرځاى شوى و ، د وچو او تازه ميوو دصادرونکې داتحاديې رييس حاجي محمدحسن دخبرو په ترڅ کې وويل : په روان کال کې د تيرکال په پرتله په صادراتو کې په سلو کې اويا زياتوالى راغلى دى او دصادرونکو مهمې ستونزې دسړوخونو او ځمکې نشتوالي او دکورنيو او بهرنيو مارکيټونو نشتوالى دې .
په دې غونده کې دغه راز دسوداګري او صنايعو وزارت معين مزمل شينواري
وويل دغه وزارت له موجودو امکاناتو څخه په استفادې سره صادرونکو ته لازمې اسانتياوې برابر وي .
په دې غونډه کې د صادراتو دپرمختيا د ادارې رييسې نجلا حبيب يار او دسوداګرې د خونو تجارتي مرستيال محمديونس مهمند هم خبرې وکړې.
13 1 دقیقه لوستل