ټولنه

په سلګونو تنه افسران د بلخ له روزنيز مرکز څخه فارغ شول

کابل باختر دليندۍ دمياشتې٢٦نيټه :
څه پاسه ٣٥٠ تنه  افسران پرون  دبلخ ولايت له روزنيز مرکز څخه  فارغ شول.
دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
دکورنيو چارو وزارت د ښوونې او روزنې مسوول جنرال دادالله معصومي چې په مزارشريف ښارکې د دغو ځوانو افسرانو د فراغت په غونډه کې خبرې کولې، مسلکي زده کړه د ملي پوليسو يو اصل وباله او فارغانو ته په خطاب کې وويل: هغه څه مو چې په دغه روزنيز مرکز کې زده کړې دي، د جګړې په ډګر کې د خلکو د دښمنانوپه وړاندې هغه عملي کړئ.
معصومي زياته کړه چې د کورنيو چارو وزارت د پوليسو په سلوکې ٧٥ منسوبينو مسلکي زده کړې کړې دي .
په دې غونډه کې د هېواد په شمال کې د ساتنمنانو د زده کړې د مرکز قوماندان جنرال محمد يوسف نظري وويل چې دغه مرکز په يوه وخت کې د ښوونې او روزنې لپاره  د ١٥٠٠ تنو پوځيانو د جذبولو ظرفيت لري او په روان هجري لمريز کال کې ٤٤٠٠ تنه افسران په دغه مرکزکې زده کړې کړې دي.
پاى   ج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته