کابل باخترد لړم د مياشتې ٢ :
دترکمنستان دبهرنيو چارو وزير نن په فارياب و لايت کې دآقينه تجارتي بندر ته رسيدلى دى .
ده دمنځنۍ آسيا او دفدراتيفې روسيې دهېوادونوپه چارو کې د جمهوررئيس له فوق العاده استازي شاکر کارګر سره په کتنه کې ويلي دي چې ديوې اوونۍ په دننه کې دافغانستان په خاوره کې دلاجوردو داوسپنې پټلۍ د جوړولو کار پيليږي.
ده وويل چې دغه پروژه افغانستان دمنځنۍ آسيا دسيمې له هېوادونو ، چين او اروپا سره نښلوي.
په دې کتنه کې دسوداګرۍ وزارت استازو هم برخه لرله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ