سیاست

اعلاميه

کابل باختر د غويي دمياشتې ٦ نيټه :  د رسنیود آزادۍ له پلوه د افغانستان د پرمختګ په اړه مطبوعاتي اعلامیه   د بې پولې خبریالانو د راپور په اساس افغانستان په نړیواله کچه  د رسنیو ازادۍ له پلوه د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۱۸ ام مقام خپل کړی.     دجمهوررئيس دوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ، دملي یووالي حکومت 
د دغه راپور د هرکلي ترڅنګ د هېواد د نافذه قوانینو   په رڼا کې د بیان آزادۍ او د خبریالانو هر اړخیز ملاتړ کوي. 
د دغه راپور په اساس د حکومت او رسنیو د همغږۍ ګډې کمېټې له تېر کال راهیسې د خبریالانو اړوند د تاوتریخوالي د لسګونه قضیو د حل کولو ترڅنګ د طرزالعملونو برابرولو، د خبریالانو د خوندیتوب، معلوماتو ته د لاسرسي قانون د تعدیل، د خبریالانو دوسیو او امنیت ته د رسیدنې په خاطر مهم ګامونه اخیستي دي.
د افغانستان حکومت معلوماتو ته دلاسرسي همغږۍ کمېټې او د خبریالانو د ملاتړ صندوق جوړولو، د خبریالانو کاري خوندیتوب او حقوقي ملاتړ ته ژمن دی. د خبریالانو او رسنیو د امنیت د لا ښه تامین په موخه امنیتي ځواکونو ته لازمې لارښوونې شوي.
افغانستان په نړیواله کچه د رسنیو د ازادۍ له پلوه سږکال دوه درجې پرمختګ کړی.  د بیان او رسنیو ازادۍ په برخه کې شته ظرفیت او د حکومت ټینګې ارادې ته په کتو سره به افغانستان راتلونکی کال لا ډېر پرمختګ وکړي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته