امنیت

څلورتنه پوليسان په پکتيا ولايت کې ټپيان شول

کابل باختر د وږي  يوولسمه :
څلورتنه ملي پوليس نن په پکتيا ولايت کې په سړک کې د ښخ کړى شوى ماين د چاودنې له امله ټپيان شول.
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخيل باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د ګرديز ښار د دويمې امنيتي حوزې د پوليسو د منسوبينو دګزمې موټرپه ګرديز ښارکې دکابل اډې په ساحه کې د وسله والوطالبانو له خوا په ښخ کړى شوى ماين وخوت او د هغې چاودنې له امله چې وشوه؛ څلورتنه ملي پوليسان ټپيان شول.
د ګرديز  روغتون سرطبيب  د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته