ټولنه

دبغلان په ده صلاح کې ددوه سوه اويا کورنيو ته اوبه برابرېږي .

کابل باختر د مرغومي  لسمه :
دنهو نيمه ژورو څاګانو دکيندلو کار نن دبغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې پيل شو .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دده صلاح ولسوالۍ دقلعه پايان په کلي کې  جوړه شوې وه دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس انجنير اول خان احمدزي وويل چې ددغو څاګانو کيندل دسيمې داوسيدونکو دغوښتنې له مخې ترسره کېږي او ددغو څاګانو  دکار په بشپړيدو  سره دڅه دپاسه دوه سوه اويا کورنيو دڅښاک اوبه تامنېږي .
دبغلان دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا  درييس دڅرګندونوله مخې، دغه پروژې  دخلکو په سلو کې دلسو په ونډې سره ديومليونو شپږ سوه زرو افغانيو په لګښت دولسي تړون دپروګرام په چوکاټ کې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې څخه  کيندل کېږي .
احمدزي وويل ددغوپروژو اصلي خاوندان د سيمې  خلک دي او له خلکو څخه يې وغوښتل چې ددغو پروژو په ساتنه اودمعقولې استفادې په برخه  کې هڅه وکړي .
دولسي تړون مسوول انجنير شريف دده صلاح ، پل حصار ، ګذرګاه نور او په پلخمري  کې دشپږو نورو بنسټيزو پروژو چې پکې دبريښنا کوچني دستګاوې ،  داوبو رسولو شبکې ، داستنادي ديوال ، دکرنيزو اوبو دسربندونو او کاريزونو جوړول شامل دي ، خبرورکړ .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته