سیاست

مشورتي جرګې په خپل کار پيل وکړ .

کابل باختر د لړم دمياشتې  ٣٠ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  په وينا سره مشورتي لويې جرګې نن له غرمې مخکې په کار پيل وکړ .
دباخترآژانس دخبر له مخي :  په پيل کې دمشورتي لويې جرګې دجوړولو دکميسيون د دارالانشا رييس صادق مدبر خبرې وکړې او ويې ويل   چې نږدې  دوه زره پنځه سوه  تنو استازو په اوولسو ګټه ګوريو کې ګډون کړى دى او نږدې پنځه سوه  تنه بهرني او کورني ميلمانه برخه لري چې په پنځوسو کاري کميټو کې تنظيم شوي دي .
دده دڅرګندونو له مخې :  له غرمې  وروسته به دجرګې غړي په خپلو کاري  کميټو کې په کار پيل وکړي .
وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي وينا وکړه او ويې ويل چې دغه مشورتي جرګه دهيواد دمهمې مسئلې  په باب جوړيږي .
جرګه يوازې په يوه هدف جوړ شوې ده   چې هغه له امريکا سره دامنيتي  قرارداد په باب  ژورې  او دقيقې خبرې اوغور  دى .
جمهور رييس دغه راز طرحه کړه چې تر سختو فشارونو لاندې دي چې جرګه  جوړه نه شي خو په دي باب دتصميم نيولو يواځني مرجع جرګه د ه
ده دهيواد دپايتخت له خلکو څخه چې په تکليف شوي دي  له هغو محصلانو څخه چي له لوست څخه پاتې شوي دي  بخښنه  وغوښته .
جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته