نړۍ

پاکستان دډيورنډ په کرښه کې له افغانستان سره خپل بندرونه تړي .

اسلام اباد /دتلې ٥مه / باختر:
دپاکستان حکومت اعلام کړى دى چې دافغانستان دجمهوري رياست دانتخاباتو دامنيت له تامينولو سره دمرستې په موخه  ددواړو هېوادونو ترمنځ ټول بندرونه او د تګ راتګ تګلوري په لنډ مهال ډول تړي .
دافغانستان دجمهوري رياست  انتخابات ټاکل شوې ده سبا ترسره شي او ناامني ددغو انتخاباتو دترسره کولو لپاره ډيره ستره اندېښنه ده .
طالبانو خبر دارى ورکړى دى چې دراى ورکولو په مرکزونو به بريدونه وکړي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمداشرف غني څو ورځې مخکې دپاکستان له صدراعظم عمران خان سره په تيلفوني خبرو کې ،  له هغه څخه وغوښتل چې دافغانستان دانتخاباتو دترسره کولو دامنيت په تامينولو کې همکاري وکړي .
دپاکستان دحکومت په اعلاميه کې ويل شوي دي  چې په همدې موخه له  پرون څخه دانتخاباتو له ترسره کولو څخه وروسته تر يوې ورځې پورې امنيتي تدبيرونه اودهغو ټولو کسانو اووسايطو  لټونه چې ددواړو هېوادونو ترمنځ په تګ راتګ کې دي پراخېږي .
سربېره پردې دجمهوري رياست دانتخاباتو له ترسره کولو څخه يوه ورځ مخکې او هم دانتخاباتو په ورځ به ددواړو هېوادونو ترمنځ دتګ راتګ ټولې لاړې  تړلې وي له بيړنيو مواردو پرته هغه ناروغان چې علاج او درملنې په موخه ددواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته