ټولنه

په قندهار کې ديو واټ د قير کولو کار پيل .

کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
په قندهار ولايت ديو واټ دجوړولو او پخولو کار پيل شو .
  دغه واټ څلور سوه متره اوږدوالى او شل متره  سور لري . چې ددغه ښار دمخابراتو دادارې په وړاندې موقعيت لري .
  دقندهار  ښاروالۍ يو مسوول  باختراژانس ته وويل  : دغه واټ  د څلويښتو مليونو افغانيو په لګښت پخيږي .
ددغه سړک  په منځ کې د ګلدان جوړول او دڅراغونو درول او دپلګيو او ابرونو  جوړول په پام کې نيول شوي دي .
دقندهار والي  ددغه واټ دجوړولو او پخولو دکار دپرانستلو په مراسمو کې وويل چې په قندهار ولايت کې  دواټونو  دجوړولو او پخولو لپاره  پروګرامونه ترلاس لاندې لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته