سیاستخبرونهTOP

اسلامي امارت د مېرمنو د حجاب په تړاو د يوناما اندېښنه بې ځايه وبلله

کابل، د مرغومې ۲۱مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د افغان مېرمنو د حجاب په تړاو د يوناما د اندېښنې په غبرګون کې ويلي، چې دغه اندېښنه بې ځايه او ناسمه ده.
د اسلامي امارت وياند ذبيح اللّٰه مجاهد پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې یوناما په افغانستان کې د حجاب په مورد له ښځو سره د ناوړه چلند په اړه اندیښنه ښودلی چې سمه نه ده.
مجاهد زياته کړې، چې (افغان میرمنې پخپله حجاب مراعاتوي، زور زیاتي ته اړتیا نلري او د امربالمعروف لخوا هم له چاسره زور زیاتی ندی شوی.)
ذبيح اللّٰه مجاهد په دې اړه خپاره شوي راپورونه له حقيقت څخه لرې او پروپاګند بللی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې يوناما په یوه بیان کې په کابل او دایکندي ولایتونو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت له لوري د ښځو او نجونو پر نیولو اندېښنه ښودلې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته