سیاست

اجرائيه رئيس : د بدخشان دملکي اوپوځي بنسټونو د اصلاح په برخه کې کارکيږي

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٥ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون د بدخشان ولايت د ولايتي شورا له غړوسره ددغه ولايت د خلکو د ستونزو په  باب خبرې وکړې.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:  
په دې کتنه کې د بدخشان دولايتي شورا غړو دهېواد له اجرائيه رئيس سره ددغه ولايت امنيتي ستونزې طرحه کړې او ويې ويل  چې سيمه ييزمسوولين دبدخشان د وضعيت په اړوند په  غير واقعي توګه خبرونه  خپروي .
د بدخشان د ولايتي شوراغړو د هېواد له اجرائيه رئيس څخه  وغوښتل چې  ددغه ولايت  دامنيت په تامينولو کې دې جدي  پاملرنه وشي .
د بدخشان استازو دجګړو اوطبيعي پيښو له امله دبيځايه شويود وضعيت په باب معلومات ورکړل او د هغوى د ستونزو د حل کولو غوښتنه يې  وکړه .
د بدخشان د ولايتي شورا رئيس او غړو، د شورابک دبريښنا د پروژې تطبيق  يې مهم او ګټور وباله او ويې ويل  چې ددغې پروژې په بشپړيدو سره به خلک راتلوونکي ته خوشبينه  وي   .
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله  په ولايتي شوراکې  د بدخشان      
د خلکو داستازو د ستونزو له اوريدو وروسته  وويل چې  د دوى ستونزې به   په جديت سره وڅيړل شي اود هغودحل په لاره کې به جدي تصميمونه ونيول شي
د هېواد اجرائيه رئيس څرګنده کړه چې د بدخشان د نا امنيو مسئله به د هېواد دملي امنيت په شورا کې مطرح شي  اود دغه ولايت  دامنيت دتامينولو په برخه کې به  اقدام وشي .
ډاکتر عبدالله عبدالله دبدخشان د خلکو استازو ته ډاډ  ورکړ  چې د شورابک      د بريښنا مسئله هم د وزيرانو شورا او کابينې دغونډې په کار کې ځاى لري   او دهغو دتطبيق په برخه کې  به لازم اقدامات  ترسره شي .
دهېواد اجرائيه رئيس دبدخشان دولايتي شورا غړو ته ډاډ ورکړ  چې په ملکي او پوځي بنسټونوکې به لازم اصلاحات رامنځته شي اودغه رازبه ددغوبنسټونو  د کاري مديريت په  لارو  چارو هم کار ترسره شي .
ډاکتر عبدالله عبدالله ټينګار وکړ چې دبدخشان ولايت دبيځايه شويوکسانو دستونزو دحل کولو په باب  به دطبيعي پيښو په چارو کې ددولت وزير ته لارښوونه وکړي  تر څو په دې برخه کې لازم اقدامات  تر سره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته